رویټرز د دوو ایراني چارواکو له قوله لیکلي، چې د بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو مخکې نوموړي ایران ته ویلي و، چې ترکیه له وسله والو ډلو سره مرسته کوي، څو د سوریې حکومت ړنګ کړي.
د دغه راپور له مخې، اسد د ایران د بهرنیو چارو وزیر ته شکایت کړی و، چې ترکیه د سني وسله والو ملاتړ کوي او د نوموړي د واکمنۍ د ختمولو په موخه یې بریدونه هم پیل کړي دي.
رویټرز د دغو دوو ایراني چارواکو هویت پټ ساتلی دی.
ایراني چارواکي په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې د سوریې مخکیني ولسمشر بشار الاسد د روان کال د ډسمبر په دویمه نېټه په دمشق کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره لیدلي و.
اسد له عراقچي سره په کتنه کې د ترکیې د هڅو پر زیاتوالي چې غواړي هغه له واکه لرې کړي، اندېښنه څرګنده کړې وه.
سرچینو رویټرز ته دغه راز ویلي، چې عراقچي بیا اسد ته د ایران د دوامداره ملاتړ ډاډ هم ورکړی و او ژمنه یې کړې وه چې دا موضوع به له انقرې سره مطرح کړي.
وروسته بیا راپورونه خپاره شول، چې عراقچي د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر حاکان فیدان سره کتلي او د انقرې له خوا د یاغیانو د ملاتړ په اړه یې د تهران ژورې اندېښنې څرګندې کړي دي.
که څه هم ویل کېږي چې ناسته سخته وه، خو ایران خپله ناخوښي څرګنده کړه او ویلي یې دي، چې ترکیه د امریکا او اسراییلو له اجنډاو سره همغږي ده او د اسد اندېښنې یې وړاندې کړې.
فیدان بیا د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره په خبرو کې د سوریې د ناورین پړه پر اسد اچولې ده او ویلي یې دي، چې د اسد د کلونو ظالمانه واکمني د دې شخړې اصلي لامل دی.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې بیا ادعا کړې ده، چې ایران اصلا د اسد پیغام له ترکیې سره شریک کړی نه دی.
د یادولو ده، چې د اسد د کورنۍ د پنځو لسیزو واکمنۍ وروسته تېره اونۍ د یکشنبې په ورځ هغه وخت پای ته ورسېده، چې بشارالاسد له خپلې کورنۍ سره روسیې ته وتښتېد.
ایران په سوریه کې د اوږدې کورنۍ جګړه پر مهال د اسد ملاتړ کړی و او د هغه نسکورېدل د ایران په مشرۍ د "مقاومت محور" لپاره یوه لویه ضربه ګڼل کېږي.