د فوټبال پخوانی لوبغاړی میخایل کاولاشویلي د ګرجستان ولسمشر شو

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۴

د فوټبال پخوانی لوبغاړی کاولاشویلي د دغه هېواد د ټاکونکو مجلس له خوا د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

دا ټاکنې په داسې حال کې وشوې، چې واکمن ګوند « د ګرجستان هیله» خپل کنټرول پیاوړی کړی او مخالف ګوند یې په اروپایی اتحادیه کې د شاملېدو پر هدف یو ګوزار ګڼی.

۵۳ کلن کاولاشویلي یوازینی نوماند و، چې په ټاکنو کې یې حضور درلود او د انتخابوونکو ټولنه کې د «ګرجستان هیله» ګوند د واکمنۍ له امله په اسانۍ سره بریالی شو.

د دې ټولنې غړي د پارلمان، ښاري شوراګانو او سیمه ییزو کمېټو څخه ټاکل کیږي.

میخایل کاولاشویلي، د ګرجستان هیله ګوند غړی دی، چې د انتخاونکو د ټولنې له ۳۰۰ استازو څخه د ۲۲۴ رایو په ترلاسه کولو سره وټاکل شو.

د دغه ګوند مخالفین وايي، چې مسکو په دې پروسه کې لاس درلود او د رای ورکولو بهیر له درغلیو ډک وو.

د ګرجستان اوسني ولسمشر سالوم زورابیشویلي له دغو ټاکنو وروسته د پارلمان له غونډو بایکاټ وکړ او د بیا ټاکنو غوښتنه یې وکړه.

له اوو کلونو وروسته دا لومړی ځل دی، چې د دغه هېواد ولسمشر د خلکو په رایو نه ټاکل کېږي.

تر دې مخکې د ګرجستان ولسمشر سالوم زورابیشویلي له ۲۰۱۸ کال راهیسې له اروپايي ټولنې سره د یوځای کېدو پلوي و.

هغه ویلي، چې د خپلې شپږ کلنې دورې له پای ته رسیدو وروسته به د عمومي او ولسي ټاکنو په ترسره کولو سره د ولسمشر په توګه په خپل مقام پاتې شي.

د ګرجستان د واکمن د پرېکړې له مخي تیره میاشت په اروپایی اتحادیه کې د شاملیدو لپاره د دې هیواد د غوښتنلیک په اړه خبرې اترې وځنډولې او دې کار د اپوزیسیون ګوند غوسه زیاته کړه او پراخ لاریونونه پيل شوي.

نور خبرونه

رادیو