د منځني ختیځ په چارو کې د ټرمپ ځانګړي استازي د سعودي عربستان له ولیعهد سره وکتل

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۴

د اکسیوس د راپور له مخې، د منځني ختیځ په چارو کې د ټرمپ ځانګړي استازي استیو ویتکاف، د عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان سره په ریاض کې وکتل.

د دغه راپور له مخې بن سلمان او ویتکاف د غزې د جګړې، د عربستان او اسراییل تر منځ د اړیکو د عادي کېدو او د واشنګټن او ریاض د اړیکو په اړه سره خبرې اترې کړې دي.
آکسیوس د دوو باخبره سرچېنو له قوله خبر ورکړی چز د منځني ختیځ په چارو کې د ټرمپ ځانګړي استازي استیو ویتکاف، د چهارشنبې په ورځ سعودي عربستان ته سفر کړی.
داسې ویل شوي چې د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه د ټرمپ له خوا د ویتکاف د ګومارلړ موخه دا ده چې امریکا له عربستان سره داسې یوې پراخې او هر اړخیزې هوکړې ته ورسیږي، چې د اسراییل او فلسطین تر منځ نوره جګړه پای ته ورسوي.

نور خبرونه

رادیو