د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د شنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۴مه) وویل، چې مسکو د روسیې له کرسک سیمې څخه د اوکرایني ځواکونو د ایستلو عملیات پیل کړي او په دې عملیاتو کې د شمالي کوریا پوځیان هم ګډون لري.
اوکرایني ځواکونو د اګست په میاشت کې په کرسک سیمه کنټرول ترلاسه کړ او اوس هم هلته ځینې میشت ځایونه کنټرولوي، دا هغه سیمه ده چې روسیه په کې په دوامداره توګه پرمختګ کوي.
زېلېنسکي د اوکراین ملت ته په خپله وینا کې وویل: «نن هغه لومړني معلومات شته چې روسیې په بریدونو کې د شمالي کوریا له سرتېرو څخه د پام وړ کار اخلي.»
هغه زیاته کړه: "روسیې دوی په متحدو واحدونو کې شامل کړي او د کرسک په سیمه کې یې په عملیاتو کې کاروي. د اوس لپاره، یوازې هلته دی."
زېلېنسکي وویل، چې اوکراین به د شمالي کوریا د پوځیانو په ګډون له ځانه دفاع ته دوام ورکړي.
د اوکراین او سویلي کوریا چارواکو له دې مخکې ویلي وو، چې د شمالي کوریا تر ۱۰ زره ډېر پوځیان په روسیه کې دي.
زېلېنسکي وویل، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جګړې د پراخولو او دوام لپاره کار کوي.
هغه د اوکراین له لوېدیځو متحدینو څخه د کییف د ملاتړ د پیاوړي کولو لپاره خپله غوښتنه تازه کړه او ویې ویل، چې راتلونکې اونۍ به په دې اړه له اروپايي شریکانو سره خبرې وکړي.
زېلېنسکي پلان لري، چې د چهارشنبې په ورځ په بروکسل کې د بریتانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، پولنډ، ناټو او اروپايي ټولنې له مشرانو سره په یوه غونډه کې وګوري.