امریکا د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت له اوکراین سره تازه مرسته کوي

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۳

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن نن د جمعې په ورځ ویلي چې هیواد یې له اوکراین سره تازه د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت مرسته کوي.
ښاغلي بلېنکن ویلي چې په دغو مرستو کې د کییف لپاره وسلې او پوځي تجهیزات شامل دي چې د مسکو په وړاندې له ځانه دفاع وکړي.

د روانې لیندۍ میاشتې په ۱۶مه د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د اوکراين ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي او د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون په پاریس کې سره لیدلي وو، او له مسکو سره د اوکراین جګړې په پای ته رسېدو یې خبرې کړې وې.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نن جمعه د (لیندۍ ۲۳مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي: «امریکا به د اوکراین د دفاع لپاره نور د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت وسلې او تجهیزات چمتو کړي. امریکا او څه باندې ۵۰ نور هیوادونه د اوکراین په ملاتړ کې متحد دي.»
بلینکن وویل چې د مرستو دغه نوې کڅوړه له اوکراین سره د امریکا د پوځي مرستو د زیاتوالي یوه برخه ده چې د امریکا ولسمشر جوبایډن په سپټمبر میاشت کې اعلان کړې وه.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت داسې مهال له اوکراین سره د مرستو اعلان کوي، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له بري وروسته ډیری په دې باور دي چې امریکا به د اوکراین جګړه پای ته ورسوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دغو مرستو کې د پرمختللیو توغندیو مهمات، د ۱۵۵ او ۱۰۵ ملي متري توپ مرمۍ، د شعاع ضد توغندي، بې پیلوټه الوتکې، د ماین ضد ګاډي، د زغره والو ضد توغندیو سیسټمونه، کیمیاوي مواد، رادیولوژیکي او اتومي محافظتي وسایل او نور شامل دي.

نور خبرونه

رادیو