روسیې د هوایي بریدونو په ترڅ کې په اوکراین کې د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي او درانه زیانونه یې اړولي دي.
د رویټرز خبري اژانس د انرژۍ د شبکې د مشر له قوله راپور خپور کړی، چې دا د روسیې ۱۲ ام لوی برید دی چې د اوکراین د انرژۍ په شبکه یې ترسره کوي. نوموړي رویټرز ته ویلي، چې ددغه برید له امله په بیلابیلو سیمو کې د برېښنا تاسیسات زیانمن شوي چې په میلونونه خلکو برېښنا پرې شوې.
په دغه بریدونو کې د لوېف په لویدیځه سیمه کې چې د پولنډ سره پوله لري د انرژۍ شپږ نامعلوم تاسیسات زیانمن شوي.
د صنعتي برخې یوې سرچینې رویټرز ته وویل، چې برید د بریښنا سب سټیشنونه په نښه کړي او ترڅنګ یې د ګازو په زیربناوو باندې هم د تېرو بریدونو په پرتله ډیر ګوزارونه شوي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي دغه بریدونو ته په غبروګون کې ویلي، چې کییف تر ټولو په بد حالت کې دی او له روسیې سره د سولې له خبرو وړاندې د لودیځ ملاتړ ته اړتیا لري.
زېلېنسکي پر ایکس پاڼه: "دا د (روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین) پلان دی چې د سولې لپاره هرڅه له منځه یوسي، په دې ډول هغه غواړي چې په میلیونونو خلکو کې وېره خپره کړې."
نوموړی زیاتوي چې، چې روسیې په دغه برید کې د ۲۰۰ بې پیلوټه الوتکو ترڅنګ ۹۳ توغندي توغولي، چې یو یې په شمالي کوریا کې جوړ شوی، د اوکراین هوايي دفاعي سیسټم ۸۱ توغندي له منځه وړي، چې ۱۱ یې د اف - ۱۶ جنګي الوتکو له خوا ویشتل شوي دي.
مسکو دغه برید د غچ اخیستلو هڅه بللې او ویلي یې دي، چې دا برید د متحده ایالاتو له خوا اوکراین ته د ورکړل شویو توغندیو په مرسته د روسیې پوځي هوایي ډګر باندې د برید ځواب دی.
دا بریدونه داسې مهال ترسره شوي، چې د متحده ایالاتو په ټاکنو کې بریالی نوماند ډونالډ ټرمپ را روانه میاشت سپینې ماڼۍ ته راستنیږي او ژمنه یې کړې چې د اوکراین جګره به ژر تر ژره پای ته ورسوي.