د ګرجستان پارلمان د لاریونوالو له خوا د مخ ماسکونو، اور وژنې توکو او لیزر په کارولو بندیز ولګاوه. همدا راز، تمه کیږي چې د ګرجستان پارلمان به د دغه هېواد د اوسنې ولسمشرې پر ځای چې د لاریونوالو او لویدیځ ملاتړې ګڼل کیږي، ځای ناستی وټاکي.
د ګرجستان پارلمان چې د لړم میاشتې په جنجالي ټاکنو کې د "ګرجستان هیله" ګوند له بریا وروسته رامنځته شو، په خپل وروستي اقدام کې په لاریونونو کې د مخ ماسکونو، اور وژنې توکي او لیزر په کارولو بندیز ولګاوه.
د دې قانون له مخې چې د جمعې په ورځ (د لېندۍ په ۲۳ تصویب شو)، سرغړونکي به تر ۷۲۰ډالرو پورې جریمه شي.
د ګرجستان د پارلمان استازو د ودانیو د ویجاړولو او په لاریونونو کې د سړکونو د بندولو په خاطر جریمه زیاته کړې ده، د سړکونو د بندولو جریمه تر پنځو زره او ۴۰۰ ډالرو پورې لوړه کړې ده.
د ګرجستان حکومت د لېندۍ په اتمه اعلان وکړ، چې له اروپايي ټولنې سره د دغه هېواد د یو ځای کیدو لپاره خبرې اترې یې تر ۲۰۲۸کال پورې ځنډولې دي.
له هغه وخت راهیسې ګرجستان د مخالفینو د لاریونونو او د پولیسو د نښتو ډګر دی.
د ګرجستان د پارلمان وروستی قانون د لاریونوالو پر وړاندې د دغه هېواد د اوسنې ولسمشرې سالومه زورابیشویلي د ځای ناستي د معرفی کیدو په مناسبت نافذ شو.
زورابیشویلي د لېندۍ په لسمه له لاریونوالو سره د پیوستون په اعلانولو سره وویل، چې د دغه هېواد حکومت او پارلمان مشروعیت نه لري.
هغې همدا راز ټینګار کړی، چې د جدي په ۱۱مه د ولسمشرۍ د دورې پای ته رسېدو وروسته به له دندې ګوښه نه شي.
په ګرجستان کې د لاریون له پیل راهیسې تر ۴۰۰ډېر کسان نیول شوي دي. لاریون کونکي خپل مخونه په ماسکونو پوښي ترڅو ونه پیژندل شي او د پولیسو پروړاندې د اور وژنې وسایلو څخه کار اخلي. دوی د سي سي ټي وي کیمرې غیر فعالولو لپاره لیزرونه کاروي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په ګرجستان کې د وروستیو نښتو په ترڅ کې د پولیسو د افسرانو په ګډون لسګونه کسان ټپیان شوي دي