تحریرالشام په سوریه کې خپل واک او پښې ټینګوي

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۲

د سوریې د یاغیانو مشر احمد الشرع د خپلې اسلامپالې ډلې په مرسته د سوریې پر دولت ورځ تر بلېواک او کنټرول ټینګوي.

دې ډلې د سوریې واګې ترلاسه کړې، پولیس یې ځای پر ځای کړي، لنډمهالی حکومت یې جوړ کړی او له بهرنیو استازو سره یې لیدنې کړې دي.

د شرع تحریر الشام ډلې، چې د یاغیانو د یوه ایتلاف مشري کوي، د یکشنبې په ورځ د بشار الاسد واکمني پای ته وروسوله.

د دې ډلې هغه چارواکي، چې تر تېرې اونۍ یې د سوریې په شمال‌لویدیځ ادلب کې په یوه اسلامپاله حکومت کې کار کاوه، اوس د دمشق په حکومتي ادارو کې فعالیت کوي.

د دوشنبې په ورځ د ادلب سیمه‌ییز حکومت رییس محمد البشیر د سوریې د نوي لنډمهالي صدراعظم په توګه وټاکل شو، چې دا د تحریرالشام د ځواکمنتیا څرګندونه کوي.

لنډمهالی حکومت او اندېښنې

د دمشق والي په دفتر کې، چې دیوالونه یې په ښکليو لرګيو او رنګینو ښیښوښایسته شوي، له ادلب څخه راغلي محمد غزال رویټرز ته وویل، چې د اسلامي حکومت پر ټینګښت اندېښنې بې‌ځایه دي.
هغه وویل: "د اسلامي حکومت نوم هیڅ مانا نه لري. موږ مسلمانان یو او دلته ټولې ملکي ادارې او وزارتونه دي."

هغه ټینګار وکړ چې له قومونو او دینونو سره کومه ستونزه نه لري او زیاته یې کړه: "هغه چې ستونزې یې جوړولې، د اسد رژیم و."

شرع د چارشنبې په ورځ رویټرز ته وویل، چې د اسد رژیم امنیتي ځواکونه به منحل کړي؛ زندانونه به بند کړي او هغه کسان به ونیسي، چې شکنجه او وژنې یې ترسره کړې دي.
په همدې حال کې، د دمشق اوسېدونکي د اسد رژیم پای نمانځي، خو د راتلونکي په اړه هم اندېښنه لري.

۲۸ کلن وسام بشیر رویټرز ته وویل: "زه د هغو شیانو له امله اندېښمن یم چې وینم یې ... لکه د نوي حکومت بڼه او د اسلامي بیرغونو خپرېدل."

د مشورې نشتوالی

زکریا ملاحیفجي، چې د سوریې ملي غورځنګ عمومي منشي دی او پخوا یې په حلب کې د یاغیانو لپاره د سیاسي سلاکار په توګه کار کاوه، د موقت حکومت د جوړښت پر څرنګوالي نیوکې وکړې. هغه وویل: "تاسې له یوې ډلې وزیران راوستي، باید د نورو هم پکې وي."
هغه زیاته کړه: "سوریایي ټولنه د کلتورونو او قومونو په لحاظ ډېره متنوع ده، نو رښتیا خبره دا ده چې دا وضعیت د اندېښنې وړ دی."

د تحریر الشام اړوند د ژغورنې حکومت هغه چارواکي، چې له ادلب څخه دمشق ته د دولتي ادارو د چلولو لپاره راوستل شوي، هڅه کوي کارکوونکو ته ډاډ ورکړي او هغوی بېرته خپلو دندو ته ستانه کړي.
محمد غزال، چې له ادلب څخه راغلی او د دولتي چارو د تنظیم مسوول دی، وویل: "دا یو سقوط شوی دولت دی. خرابۍ، خرابۍ، خرابۍ."
هغه وویل، د راتلونکو دریو میاشتو لومړیتوبونه د بنسټیزو خدمتونو پیلول او د ادارو بیا سمبالښت دی.

د کارکوونکو معاشونه به، چې په اوسط ډول ۲۵ ډالره دي، د ژغورنې حکومت د تادیاتو کچې ته لوړ شي، چې لږ تر لږه ۱۰۰ ډالره کیږي.
هغه زیاته کړه: "سوریه یو ډېر بډای هېواد دی." د دې پوښتنې په ځواب کې چې دا پیسې به څنګه تمویل شي، غزال وویل:"رژیم به تل پیسې غلا کولې."

امنیت ټینګول

له ادلب څخه راوستل شوي پولیس اوس په دمشق کې ترافیک تنظیموي او د تحریرالشام مسوول کسان له دمشق نه نورې وسله والې ډلې باسي.

یو افسر، چې خپل نوم یې څرګند نه کړ، وویل: "موږ ډېره لږه وړتیا لرو. مخکې موږ یوازې په ادلب کې ګزمه کوله."

یزید صیغ، چې د کارنیګي منځني ختیځ مرکز لوړپوړی څېړونکی دی، وویل تحریرالشام هڅه کوي چې په ټولو برخو کې پرمختګ وساتي، خو هغه زیاته کړه چې تحریرالشام باید له دې فرصت څخه ګټه واخلي او یو جامع بهیر پر مخ بوځي، نه دا چې د نوي حکومت بشپړ واک په خپل لاس کې واخلي.

د نړیوال ملاتړ اړتیا

د ترکیې په ګډون نړیوال ځواکونه هڅه کوي یو داسې حکومت منځته راشي چې نړیوال ملاتړ ترلاسه کړي.

دتحریرالشام یوې سرچینې رویټرز ته وویل، چې د ټولو سوریایي قومونو استازي به په یوه سرپرست حکومت کې ګډون وکړي.

د لومړي وزیر بشیر په وینا، د دوی حکومت به یوازې د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر میاشتې دوام وکړي. هغه د امنیت ټینګښت، د دولتي واک بېرته ترلاسه کول، د میلیونونو سوریایي کډوالو ستنول او د بنسټیزو خدمتونو وړاندې کول د لومړیتوبونو په توګه یاد کړل. هغه د نوي اساسي قانون په اړهوویل چې "دا تفصیلات به د اساسي قانون جوړولو په بهیر کې څرګند شي."

تحریر الشام ته د نړیوالې ټولنې پیغام دا دی چې د ټولشموله حکومت جوړولو لپاره هڅې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي، چې د سوریې لپاره د انتقال بهیر باید "باور وړ، ټولشموله او غیر‌فرقه‌يي" وي.

د تحریرالشام لپاره ننګونې دا دي چې په لنډ وخت کې نظم ټینګ کړي، په ورته وخت کې د ټولنې د بېلابېلو ډلو مشران هم راجذب کړي.

رویټرز وايي، د دې کار بریالیتوب به د سوریې راتلونکي ثبات او پرمختګ ته لاره پرانیزي.

نور خبرونه

رادیو