اوکرایني پوځ د چهارشنبې په ورځ ویلي، چې روسي ځواکونو د پوکروفسک ستراتیژیک ښار په سویلي څنډو کې د دوی څو سنګرونه «ویجاړ او یا نیولي» دي.
د اوکراین د نقشې اخیستلو یو بنسټ ویلي، چې روسي ځواکونه د پوکروفسک ښار په سویلي برخو کې درې کیلومتره نور هم مخ ته راغلي دي.
د ختیځې جبهې لپاره د اوکراین د پوځ ویاند نظر ولوشین، په یوې ټلویزیوني مرکه کې ویلي: «د اوږدو جګړو له امله زموږ دوه سنګرونه ویجاړ شول او یو بل مو له لاسه ورکړ. دا مهال موږ هڅه کوو چې دغه سنګرونه بېرته تر لاسه کړو.»
د رویټرز د خبر له مخې، د پوکروفسک ښار د اوکراین د پوځ د اکمالاتو لپاره مهم مرکز ګڼل کیږي، او د ډبرو سکرو د کان څخه د پولادو د صنعت کارخونې هم په دغه ښار کې په فعالیت بوختې دي.
د روسي ځواکونو لاس ته د دغه ښار ورتلل به، په وروستیو میاشتو کې د اوکراین لپاره ستره پوځي ماتې وي.