د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وایي، له ۱۴ کلنې جګړې او د دیکتاتور رژیم له نسکورېدو وروسته، نن د سوریې خلک کولای شي د یوه باثباته او سولهییز راتلوونکي د جوړولو له تاریخي فرصته ګټه واخلي.
هغه پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د سوریې د راتلوونکي د ټاکلو مسله د دغه هېواد د خلکو ده.
نوموړي د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي غوښتي، چې د سوریې خلکو سره په دې برخه کې کار وکړي.
هغه دارنګه لیکلي، ملګري ملتونه د هغو کسانو یاد ته چې د دغې جګړې زیانونه یې ګاللي دي؛ درناوی لري.
د ښاغلي ګوترېش د لیکنې په وروستۍ کرښه کې راغلي: «موږ د سوریې د خلکو سره د یو داسې هېواد په جوړولو کې مرستې ته ژمن یو، چې په هغه کې پخلاینه، عدالت، ازادي او سوکالي د ټولو لپاره ګډ واقعیتونه اوسي.»
د سوریې د پوځ قوماندان د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې د بشارالاسد رژیم پای ته رسېدلی؛ خو د سوریې پوځ وروسته وویل، چې په حماه او حمص کلیدي ښارونو کې د "ترهګرو ډلو" پر ضد عملیاتو ته دوام ورکوي.
تر دې وړاندې سپینې ماڼۍ ویلي و، چې ولسمشر بایډن او د هغه ټیم په سوریه کې وروستۍ پېښې له نږدې څاري.