عراقچي: د حکومت ضد وسله‌والو پر وړاندې د سوریې د پوځ بې وسي حیرانوونکې وه

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۹

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د سوریې په اړه وایي: «هر څه له وړاندې روښانه وو، له خبرونو او تحلیلونو څخه هم داسې برېښېدل، چې دغسې یو څه کېدونکې دي.»

هغه وایي، په ټوله کې د حکومت ضد وسله‌والو پر وړاندې د سوریې د پوځ بې وسي او دویم د دغو بدلونونو چټکوالی له تمې لرې مسلې وې.
د هغه په وینا، خپله بشارالاسد هم د خپل پوځ له چلنده حیران و.
عباس عراقچي په سوریه کې د داعش سره د مبارزې په اړه وویل، چې له «داعش سره په مبارزه کې اصلي رول ایران لوبولی دی؛ هغه مهال ایراني ځواکونو سیمې کې پراخه حضور لاره او دغه ګام تر ډېره د ایران امنیت د ټینګښت لپاره اخیستل شوی و.»
هغه زیاته کړه، چې په سوریه کې دوی د داعش سره په مبارزه کې بریالي شول او دغه بریا د قاسم سلیماني له برکته دوی ترلاسه کړې وه.
ښاغلي عراقچي وړاندې ویلي، چې په خپلو وروستیو لیدلو، کتنو کې یې هم بشارالاسد ته د سوریې د پوځ او خلکو سره د تعامل په اړه ځینې سپارښتنې کړې وې؛ ځکه چې د ولس سره تعامل د حکومتونو په پایښت کې مهم رول لوبوي.
هغه وایي، د سوریې پوځ مقاومت ونه شو کړای چې «دغې موضوع تر ډېره بریده رواني اړخ لاره.»
عراقچي د ایران په اړه د نتنیاهو د څرګندونو په ځواب کې وویل: «زما په اند د سوریې د دغه وضعیت اصلي لامل د دغه هېواد پوځ و، چې مقاومت یې ونه کړ.»
د هغه په وینا، اوس‌مهال په سیمه کې د پراخو نښتو اټکل کېږي.

نور خبرونه

رادیو