په ویانا کې د نړۍوالو سازمانونو په چارو کې د روسیې استازی وايي، دغه هېواد د بشارالاسد له واکه د لرې کېدلو پر مهال په «سختو شرایطو» کې د هغه تر څنګ ولاړ و.
میخایل اولیانوف وویل: مسکو له خپلو ملګرو سره «خیانت» نه کوي او همدا د روسیې او امریکا تر منځ توپیر دی.
روسي رسنیو د یکشنبې په ورځ په کرملین کې د سرچینو په حواله راپورونه خپاره کړل او ویې ویل، چې بشارالاسد او کورنۍ یې مسکو ته رسیدلي دي.
د راپورونو له مخې، روسیې بشارالاسد او د هغه کورنۍ ته د «بشري» دلایلو له مخې پناه ورکړې ده.
د الجزیرې ټلویزیون تېره ورځ ویلي و، د سوریې ولسمشر بشارالاسد له دغه هېوادوه تر وتلو وروسته د حمص ښار پر فضا له تېرېدو سره نادرکه شوی.
د بشارالاسد مخالفې ډلې بیا ویلي و، چې له دمشق هوايي ډګر څخه یوه وروستۍ الوتنه شوې چې ښايي په هغې کې بشارالاسد تښتېدلی وي.