د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په یو ویډیویي پیغام کې ویلي: «د اسراییل له برکته د اسد «رژیم» سقوط شو.»
نوموړي پر اېکس خپور کړي پیغام کې ویلي، چې د اسد «رژیم» ځکه سقوط وکړ، چې دغه هېواد د حزب الله او ایران په ضد عملیات وکړل او په پایله کې یې د اسد «رژیم» هم سقوط شو.
نوموړی دغه خبرې په داسې حال کې کوي، چې د بشار الاسد د حکومت وسله والو مخالفانو نن یکشنبه سهار مهال اعلان وکړ، چې په سوریه کې یې د اسد کورنی رژیم پرځولی دی.
د اسراییل لومړی وزیر په خپلو خبرو کې زیاتوي، چې د اسد د رژیم له ړنګېدو سره به په سوریه او سیمه کې نوي فرصتونه را منځته شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې انټرفاکس خبري اژانس د یکشنبې په ورځ په کرملین کې د یوې سرچینې په حواله راپور ورکړ، چې بشارالاسد او کورنۍ یې مسکو ته رسیدلي دي.
د دغه راپور له مخې، روسیې بشارالاسد او د هغه کورنۍ ته د «بشري» دلایلو له مخې پناه ورکړې ده.
په منځني ختیځ کې د څه باندې یو کال راهیسې له بې وقفې جګړو وروسته د اسد د حکومت نسکورېدل د دې سیمې په تاریخ کې یو له تر ټولو غیرمترقبه پېښو څخه بلل شوې.
د باورونو پراساس، د سوریې او منځني ختیځ لپاره اصلي ازموینه هغه وخت ده، چې د اسد مخالفې ډلې د واک د وېش پړاو ته ورسېږي.
اخوا بله اندېښنه بیا دا ده، چې د سوریې د دولت د مخالفانو مشري هیئت تحریر الشام کوي، چې دا ډله د ملګرو ملتونو، امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو له خوا د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي.
هیئت تحریر الشام ډلې له شپږو کلونو راهیسې د سوریې په لوېدیځ کې د ادلب ښار کنټرول په لاس کې درلود او د یو غیرنظامي حکومت له خوا یې اداره کاوه.