د بشارالاسد د حکومت وسله والې مخالفې ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ، چې په سوریه کې یې د بشارالاسد د «کورنۍ حکومت پرځولی» دی.
د یکشنبې په سهار دمشق ته د بشارالاسد د وسله والو مخالفانو او له دمشق څخه د بشارالاسد تر وتلو وروسته د سوریي یاغیانو له لوري په خبري اژانسونو کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ، چې «د سوریې خلکو د بشرالاسد حکومت نسکور کړ.»
همدارنګه د تحریر الشام مشر ابو محمد جولاني اعلان کړی، چې د رژیم د رسمي واک تر سپارلو د دغه هیواد عامه ادارې به د پخواني لومړي وزیر تر څارنې لاندې وي.
نوموړي په دمشق ښار کې ټولو پوځي ځواکونو ته په خطاب کې وویل: «د پخواني لومړي وزیر تر څار لاندې د دولتي ادارو تر رسمي سپارلو دولتي ادارو ته له ورتګ څخه ډډه وکړئ.»
نوموړي په ښار کې پر بیځایه هوايي ډزو هم بندیز لګولی دی.
له دې وړاندې د سوریې لومړي وزیر محمد جلالي په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل، چې هر هغه مشر سره چې د سوریې د خلکو له خوا ټاکل کېږي، همکارۍ ته ورسره چمتو دی.