د فرانس پریس خبري اژانس د سوریې د لومړي وزیر په حواله راپور ورکړی، چې کابینه به یې د ځایي وخت، سهار یوه غونډه جوړه کړي چې د حکومت د سپارلو لپاره لازم ګامونه واخلي.
له بل پلوه حیات التحریر الشام مشر ابو محمد الجولاني چې د دغو وسلهوالو اصلي مشر دی وايي، د سوریې عامه ادارې به د پخواني لومړي وزیر تر واک لاندې وي.
د هغه په وینا، تر هغه چې واک دوی ته په رسمي توګه نه وي سپارل شوی؛ په دمشق کې یې ټول جنګیالي د عامه ادارو د نیولو څخه منعه کړل شوي دي.
الجولاني په یوه بیان کې زیاته کړه: «د جشن په مراسمو کې ډزې هم منعه دي.»
د بشارالاسد لومړي وزیر وړاندې ویلي و، په دمشق کې د دولتي ادارو د څارنې لپاره به هلته پاتې شي.
هغه پر خلکو هم غږ کړی، چې د عامه شتمنیو ساتنه وکړي.