د اوکراین ولسمشر وایي، چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې له روسیې سره د جګړې له پیل راهیسې ۴۳ زره اوکرایني پوځیان وژل شوي او ۳۷۰ زره نور ټپیان شوي دي.
ولادیمیر زېلېنسکي ټینګار کړی، چې د روسیې تلفات تر دې زیات دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د یکشنبې په ورځ (د لېندۍ ۱۸ مه) په خپل ټیلیګرام چینل کې د کیف او مسکو ترمنځ د درې کلنې جګړې د تلفاتو عمومي شمېرې خپرې کړې.
د تلفاتو دغه شمېرې پر داسې مهال خپريږي، چې د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې اوکراین له روسیې سره په جګړه کې «د نه منلو وړ ۴۰۰ زره سرتیري له لاسه ورکړي دي.»
د همدې کال په فبروري میاشت کې د اوکراین ولسمشر ويلي و، چې له روسیې سره په جګړه کې ۳۱ زره اوکرایني پوځیان وژل شوي خو هغه د ټپیانو شمېر اعلان نه کړ.
هغه مخکې په بېلابېلو رسنیو کې د اوکراین جګړې د تلفاتو په اړه اټکل شوې شمېرې «مبالغه وزمه» بللې وې.