د سوریې پوځ د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د ولسمشر بشارالاسد ۲۴ کلنه استبدادي واکمني پای ته رسېدلې ده. ټرمپ پر اېکس لیکلي چې "اسد له هېواده وتلی دی. هغه له خپل هېواده تښتېدلی دی. د هغه ساتونکي، روسیه، د ولادیمیر پوتین په مشرۍ روسیه، نور د هغه د ساتنې لېوالتیا نه لري."
ټرمپ ویلي، چې "روسیه او ایران په یوه کمزوري حالت کې دي. اوس، یو د اوکراین او خراب اقتصاد له امله، بل د اسراییل او د هغه د جګړې بریالیتوب له امله."
سپینې ماڼۍ ویلي، چې "ولسمشر بایډن او د هغه ټیم په سوریه کې غیر معمولي پیښې له نږدې څاري او له سیمه ییزو شریکانو سره په دوامداره تماس کې پاتې کیږي."
د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني ویلي، چې "زه په سوریه کې د وضعیت تحول په جدي توګه تعقیبوم. زه په دمشق کې له خپل سفارت او د لومړي وزیر له دفتر سره په دوامداره تماس کې یم. ما د سهار په لس نیمو بجو بهرنیو چارو وزارت کې بیړنۍ غونډه رابللې ده."
د رویټرز د رپوټ له مخې، د سوریې یاغیانو د یکشنبې په ورځ د دمشق له نیولو وروسته د ولسمشر بشارالاسد د تېښتې اعلان وکړ. اسلامپالو یاغیانو په سیمه کې د روسیې او ایران نفوذ ته هم لوی ګوزار ورکړ، چې د سوریې کورنۍ جګړې په نازکو شیبو کې یې د اسد ملاتړ کاوه.
د سوریې د پوځ قوماندان د یکشنبې په ورځ افسرانو ته خبر ورکړ چې د بشارالاسد رژیم پای ته رسیدلی، خو د سوریې پوځ وروسته وویل چې په حماه او حمص کلیدي ښارونو کې د "ترهګرو ډلو" پر ضد عملیاتو ته دوام ورکوي.
د پوځ دوو جګپوړو افسرانو رویټرز ته ویلي، اسد، د یکشنبې په ورځ له دمشق څخه د نامعلوم ځای په لور پرواز وکړ.
د سوریې د یاغیانو ایتلاف د یکشنبې په ورځ وویل چې په سوریه کې د واک انتقال لپاره کار کوي.
عیني شاهدانو ویلي، په زرګونو کسان په موټرو کې او په پښو د دمشق په یوه مرکزي څلولاره کې راټول شوي وو او د اسد کورنۍ د نیمې پیړۍ له واکمنۍ یې د "ازادۍ" نارې وهلې.