رویټرز راپور ورکړی، چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد د یکشنبې په ورځ په یوې الوتکه کې سپور شو او له دمشق څخه د یو ناڅرګند ځای په لور روان شو.
خو د سوریې لومړي وزیر محمد غازي الجللي په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي:« زه په کور کې یم او هېواد مې نه دی پرېښی، زه د خپلو خلکو تر څنګ پاتې یم.»
له بل پلوه د سوریې د حکومت ضد وسلهوالو ویلي، چې پلازمینې دمشق ته ننوتلي دي.
عیني شاهدانو رویټرز ته ویلي، په زرګونه کسان په موټرو او پلي د دمشق په یوه چوک کې راټول شوي وو او د "ازادۍ" شعارونه یې ورکول.
د حکومت ضد وسلهوالو وویل: «موږ د سوریې له خلکو سره د خپلو بندیانو د خلاصون او د هغوی د خوشې کولو او د سیدنیا په زندان کې د بې عدالتۍ د دورې پای ته رسېدل نمانځو.»
سیدنیا د دمشق په څنډه کې یو لوی پوځي زندان دی، چې د سوریې حکومت لهخوا په کې په زرګونو کسان بندیان شوي دي.
تر دې څو ساعته وړاندې د حکومت ضد وسلهوالو ویلي و، چې دوی یوازې له یوې ورځې جګړې وروسته د حمص کلیدي ښار بشپړ واک ترلاسه کړ او د بشارالاسد ۲۴ کلنه واکمني یې ختمه کړه.
له بل پلوه د دمشق په ښار کې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي.
د پلازمېنې په سوېل لوېديځ کې په کليوالو سيمو کې ځايي ځوانان او پخواني وسلهوال د بشارالاسد د واکمنۍ د ختمېدو په خوشحالۍ سړکونو ته راووتل.
د حمص په زرګونه اوسېدونکي هم د مرکزي ښار څخه د اردو له وتلو وروسته سړکونو ته راووتل او شعارونه یې ورکول.
د حیات التحریر الشام مشر ابو محمد الجولاني چې د دغو وسلهوالو اصلي مشر دی، د حمص نیول یې یوه تاریخي شېبه وبلله او له جنګیالیو یې وغوښتل چې «هغو کسانو ته چې وسلې غورځوي» زیان ونه رسوي.
وسلهوالو د ښار له زندانه په زرګونه بندیان هم خوشې کړل.
له بل پلوه قطر، سعودي عربستان، اردن، مصر، عراق، ایران، ترکیې او روسیې په یوه ګډه اعلامیه کې د سیاسي حل غوښتنه کړې ده.