د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ته د یوه ناپېژانده کس له خوا د مرګ ګواښ شوی دی.
د هندي رسنۍ هندوستان ټایمز د راپور له مخې، د ممبي پولیسو د شنبې په ورځ د لومړي وزیر نرېندرا مودي د وژلو ګواښ پیغام ترلاسه کړی.
د راپور له مخې، په دغه پیغام کې د ای اېس ای دوو جاسوسانو ته هم په کې اشاره شوې ده.
د هغې شمېرې ځای چې دغه پیغام ترې ترلاسه شوی د راجستان د اجمیر ښار ښودل شوی دی.
د ممبي پولیسو د دغه کس د نیولو لپاره یوه ډله
اجمیر ته واستوله.
د پولیس چارواکو په وینا، په دغه پیغام کې د نرېندرا مودي په نښه کولو لپاره د یوې چاودنې یادونه هم شوې ده.
د پولیسو په باور دغه کس ښایي په رواني ناروغیو اخته وي او یا په هغه وخت کې نشه و؛ خو په دې اړه پلټنې روانې دي.
تر دې وړاندې هم د ممبی پولیسو دغه ډول پیغامونه ترلاسه کړي وو.