په مسکو کې د سوریې سفیر بشار الجعفري ویلي، چې په ځو ورځو کې د «فاسد نظام» نسکورېدل ښيي چې د سوریې حکومت نه د خلکو په منځ کې ملاتړ لروده او نه یې هم پوځ او وسله والو ځواکونو ملاتړ کاوه.
هغه زیاته کړه، چې د شپې په تیاره کې د بشار الاسد تېښته په بېشرمه توګه پرته له دې چې خپل مسوولیت احساس کړي، د دغه بدلون سموالی او د یو نوي سهار د هیلو تصدیق کوي.
جعفري چې د بشار الاسد ملاتړی و، ټینګار وکړ: "نن سوریه د خپلو ټولو بچیانو پورې تړاو لري."