د فلسطین د بشري حقونو یو سازمان: تېره میاشت د اسراییلي ځواکونو له‌خوا ۱۸ خبریالان وژل شوي

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۸

د فلسطین د بشري حقونو یوه سازمان د شنبې په ورځ خبر ورکړی، چې په تېرې نومبر میاشت کې په غزه کې ۱۸ خبریالان د اسراییلي ځواکونو له‌خوا وژل شوي دي.

د فلسطین د پراختیا او رسنیو د ازادۍ مرکز د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې اسراییلي ځواکونو په روانه میاشت کې په لویدیځه غاړه او غزه کې د خبریالانو پر وړاندې ۶۵ سرغړونې ترسره کړې دي.
راپور کې راغلي، چې د دغو سرغړونو له ډلې ۲۲ پېښې په لویدیځه غاړه او ۴۳ په غزه کې شوې دي.
د راپور له مخې، دغه پېښې د جګړې د پوښښ د مخنیوي لپاره د رسنیو د کارکوونکو په نښه کولو یوه بېلګه منعکسوي.
راپور زیاته کړې، چې د دغو بریدونو موخه «د خبریالانو چوپتیا او د نړۍوالې ټولنې لپاره د روانو پېښو او ظلمونو مستند کولو څخه مخنیوی دی.»
راپور وړاندې کاږي، چې اسراييلي ځواکونو په غزه کې د اوو خبريالانو کورونه د هدفي هوايي بريدونو پر مټ ويجاړ کړي دي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷مې راهیسې په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې ۱۹۲ خبریالان وژل شوي دي.
تېره میاشت د جرمونو نړۍوالې محکمې په غزه کې د جنګي جنایتونو او د بشریت ضد جرمونو په تور د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د دغه هېواد د دفاع پخواني وزیر یوف ګالانټ د نیولو امر صادر کړی و.

نور خبرونه

رادیو