د امریکا ولسمشر جوبایډن د دغه هېواد د استازو د مجلس مشر او د سنا د مجلس سرپرست ته په یو لیک کې ویلي، چې د روسیې د تېري د مخنیوي په خاطر په اروپا کې تر ۸۰زرو ډېر امریکایي سرتېري ځای پر ځای شوي دي.
سپینې ماڼۍ د جمعې په ورځ دا لیک خپور کړ، چې په کې د جګړې لپاره د متحده ایالاتو د وسله والو ځواکونو د ځای پرځای کولو په اړه تفصیل ورکړل شوی.
په دې لیک کې بایډن لیکلي: "زه د پوځ د سرقوماندان او اجراییوي رییس په توګه د خپل قانوني واک پر بنسټ په ټولو عملیاتو کې د امریکايي وسله والو ځواکونو د ګډون لارښوونه کوم."
د شپیګل اونیزې د لړم میاشتې په پای کې د محرمو اسنادو په حواله راپور ورکړ، چې جرمني د دغه هېواد په ختیځو سیمو کې د سلګونو زرو ناټو ځواکونو د ځای پر ځای کولو لپاره پلان او چمتووالی نیولی دی، ځکه که روسیه سره جګړه پیلیږي دوی به هم اقدام وکړي.
په دې راپور کې ویل شوي چې برلین تمه لري چې د جرمني او د ناټو د نورو غړو هېوادونو شاوخوا اته سوه زره سرتېري د جرمني په خاوره کې ځای پرځای شي او د لویدیځ او مسکو ترمنځ د کړکېچ د زیاتیدو په صورت کې د روسیې له ګواښونو سره مقابله وکړي.
تر دې مخکې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر له روسیې سره په جګړه کې د اوکراین بریا د اروپا د امنیت لپاره حیاتي ګڼلې وه.