د حمص ښار مرکزي زندان د بشارالاسد د حکومت ضد وسله والو له لوري ونیول شو.
د سیمې اوسېدونکو رویټرز ته ویلي، چې د سوریې د حکومت ځواکونه په حمص ښار کې د شاتګ په حال کې دي.
د ځینو راپورونو پربنسټ، مخالفو وسله والو د دغه زندان له نیولو وروسته ټول بندیان خوشې کړي دي.
د سوریې د حکومت د وسله والو مخالفینو دغه پرمختګ په داسې حال کې کېږي، چې سي اېن اېن د شنبې په ورځ د یو شمېر سرچینو په حواله راپور ورکړ، چې بشارالاسد په دمشق کې حضور نه لري.
سرچینو دا هم ویلي، د سوریې ولسمشر په معمول ډول په هغو ځایونو کې چې تمه کېده حضور ولري، لیدل شوی نه دی.
اخوا د امریکا دولت بیا وړاندوینه کړې، چې د اسد حکومت به تر راتلونکو ورځو سقوط وکړي.
سي اېن اېن د پنځو امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د جو بایډن دولت په سوریه کې د دولت ضد وسله والو پرمختګ ته په اشارې سره ویلي، چې ښایي د اسد حکومت ډېر ژر سقوط وکړي.
له دې سره، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په سوریه کې له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي، چې له یو بل سره دې مذاکرات وکړي.
که څه هم په سوریه کې جګړو زور اخیستی او د دې هېواد امنیتي ځواکونه له سیمې وتلي، خو روسیه او ایران بیا د اسد د حکومت ملاتړي دي.
د دغو جګړو په درشل کې بیا د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، چې ښایي د سوریې د روانو جګړو له امله ۱،۵ میلیونه سوریایي وګړي بې ځایه شي.
د راپورونو له مخې، په سوریه کې اوسمهال ۱۲ میلیونه کسان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي او روانې جګړې به په دې هېواد کې خوراکي ناورین نور هم زیات کړي.