د ټرمپ د ټیم په غوښتنه، قطر د حماس مشران بیرته دوحې ته ستانه کړل

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۷

د اسراییل ټایمز ورځپاڼې د دوو باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې په روانه اوونۍ کې د ډونالډ ټرمپ د استول شوي ټیم په غوښتنه، قطر د حماس هغه مشران چې له دغه هېواده شړل شوي وو، د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون لپاره د خبرو د بیا پیلولو په هدف بېرته دوحې ته ستانه کړي.

د منځني ختیځ لپاره د ټرمپ نوي استازي سټیو ویټکوف دغه پیغام په دوحه کې د قطر له لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني سره په لیدنه کې ورکړی دی.
د ټرمپ ټیم ټینګار کړی چې د خبرو اترو د بریالیتوب لپاره د قطر منځګړیتوب اړین دی او په دې برخه کې یې دوحې ته د حماس د مشرانو د راتګ غوښتنه کړې ده.
ورته مهال یوې سرچینې ټینګار وکړ چې دغه راستنیدنه یوازې لنډمهاله او د خبرو اترو لپاره د نویو هڅو په چوکاټ کې شوېده.
د ټاکنو له ګټلو وروسته، ټرمپ د جنورۍ په ۲۰ مه د خپلې لوړې څخه مخکې د یرغمل شویو کړکیچ د حل لپاره فشار زیات کړی دی.
د اسراییل ټایمز په وینا، باخبرو سرچینو راپور ورکړی چې ټرمپ په شخصي توګه د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته ویلي چې هغه غواړي د غزې جګړه د هغه د ادارې له پیل د مخه پای ته ورسوي.

نور خبرونه

رادیو