د سوريې د دولت ضد وسله والو اعلان وکړ چې د حمص ښار یې په بشپړه توګه نیولی دی

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۷

د سوریې د حکومت د مخالفو ځواکونو یو قوماندان حسن عبدالغني اعلان وکړ، چې وسله والو یې د سوریې په مرکز کې د حمص ښار بشپړ کنټرول تر لاسه کړی دی.

د سوریې حکومتي ځواکونو له یوې ورځې څخه تر لږې جګړې وروسته د شنبې په ورځ د حمص مهم ښار پرېښود.

هغه انځورونه چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي ښيي، چې زرګونه کسان د حمص په مرکز کې د «ساعت میدان» کې جشن نیولی ​​او د بشارالاسد د نسکورېدو غوښتنه کوي.

تر دې مخکې، د حمص ښار مرکزي زندان د بشارالاسد د حکومت ضد وسله والو له لوري ونیول شو.

د سیمې اوسېدونکو رویټرز ته ویلي و، چې د سوریې د حکومت ځواکونه په حمص ښار کې د شاتګ په حال کې دي.

نور خبرونه

رادیو