په دمشق کې د پولنډ سفارت په سوریه کې له مېشتو پولنډي وګړو وغوښتل، چې د نښتو له امله دې ژر تر ژره له دغه هېواد څخه ووځي.
یاد سفارت په خپل اېکس کې لیکلي، چې د سوریې په شاوخوا کې ترینګلتیاووې په چټکۍ سره په پراخېدو دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د حمص ښار مرکزي زندان د بشارالاسد د حکومت ضد وسله والو له لوري هم نیول شوی دی.
د سیمې اوسېدونکو رویټرز ته ویلي، چې د سوریې د حکومت ځواکونه په حمص ښار کې د شاتګ په حال کې دي.
تر دې وړاندې له سوریې څخه د بشارالاسد د وتلو په اړه د ځینو راپورونو په خپرېدو سره، وال سټریټ ژورنال د سوریې او عربي امنیتي چارواکو په حواله ویلي و، چې نوموړی د جمعې په ورځ په سوریه کې پاتې شو، خو تېره اوونۍ یې مېرمن او ماشومان روسیې او اوښي یې متحده عربي اماراتو ته ولاړل.
په سوریه کې چې کورنۍ جګړې له ۲۰۱۱ کال راهیسې پیل شوي، همداراز د منځنۍ اسیا له پېچلو ناورینونو څخه بلل کېږي.