مولانا فضل الرحمن: په خېبر پښتونخوا کې د حکومت په نوم څه نشته

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۶

د پاکستان د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن وایي، چې په خېبر پښتونخوا کې د حکومت په نوم څه نشته. د نوموړي په وینا،‌ په دغه ایالت کې امنیت نشته او وضعیت خراب دي.

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په صوابۍ سیمه کې رسینو سره خبرو کې، مولانا فضل الرحمن وويل، چې په دغه ایالت کې د امنیت په برخه کې کوم پرمختگ نه دى شوى. هغه وايي، چې بايد د والي پر ځای لومړي وزیر د بین الایالتي همغږي رابللي وای. او زیاتوي: "ولې والي راوبلله؟ والي دا صلاحیت نه لري."

مولانا فضل الرحمان وويل، جمعيت علماء اسلام تر اوسه د پراخ لاریون په اړه پرېکړه نه ده کړې، او دا چې د مدرسو د موضوع په اړه به په قوت سره پرېکړه وکړي.

نوموړی وايي: "هغه کس چې د قانون په جوړولو کې لاس لري، اوس هغه اعراضونه لری؟ که دې ته بې باوري ونه ویل شي، نو بیا دې ته کوم نوم ورکړل شي؟"

هغه زیاته کړه، چې د پاکستان لومړی وزیر باید په خپلو خبرو کې نرمښت راولي او د منل شوي قانون جنجالي کولو څخه ډډه وکړي.

تر دې وړاندې پاکستاني رسنیو راپور ورکړي، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له مولانا سره ټلیفوني خبرې کړي او د مدرسو د راجستر کولو سره غږیدلي.

مولانا زیاته کړې، چې حکومت دې منظور شوې لایحې له جنجالي کولو څخه ډډه وکړي او د مدرسو ازادي دې نه اغیزمنه کیږي.

نور خبرونه

رادیو