وال سټریټ ژورنال: مصر او اردن له بشارالاسد غوښتي چې له سوریې ووځي

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۶

وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی، چې مصري او اردني چارواکو بشارالاسد ته وړاندیز کړی چې له سوریې ووځي او په جلاوطنۍ کې حکومت جوړ کړي. دغې رسنۍ لیکلي دي، چې بشارالاسد له دغو غوښتنو سربیره په سوریه کې پاتې شوی دی.

د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، د بشارالاسد مېرمنې او ماشومانو تېره اونۍ روسیې ته سفر کړی او د هغه زامن متحده عربي اماراتو ته تللې دي.

د مصر او اردن دا وړاندیز هغه ستونزمن حالت ښيي چې د سوریې رژیم ورسره مخامخ دی. د تحریر الشام ځواکونو د حلب او حماه ښارونه نیولي او اوس په حمص د حملې لپاره تیاري نیسي.

د حمص نیول به د دمشق او د لاذقیه او طرطوس د ساحلي ولایتونو تر منځ اړیکې پرې کړي. هغه سیمې چې اکثره خلک یې علویان دي او د بشارالاسد اصلي ملاتړي دي.

وسله وال په نورو سیمو کې هم د پرمختګ په حال کې دي. د امریکا په ملاتړ کُردانو د جمعې په ورځ د دغه هېواد په ختیځ کې دیرالزور ښار نیولی او د اسراییل پولې ته څېرمه د درعا په ښار کې د یاغیانو له خوا د پراخو بریدونو خبر هم ورکړل شوی دی.

بل خوا، روسیې، امریکا او یو شمیر نورو هیوادونو له خپلو وګړو غوښتي،‌ چې ژر تر ژره له سوریې ووځي.

نور خبرونه

رادیو