د ایران خوزستان له نن سهار راهیسې یوولس ځلې د زلزلو او د هغو د ټکانونو له امله لړزېدلی، چې تر ټولو ځواکمنه یې لومړنۍ زلزله وه.
د ایرانۍ رسنۍ اېرنا د خبر له مخې، د خوزستان د نن ورځې ترټولو ځواکمنه زلزله په ځایي وخت ۷:۳۰ بجو د ریښتر په کچه ۵.۶ درجې په ژوروالي سره په هفتګل کې شوې ده.
دغو زلزلو ۱۲کسان ټپیان کړي او ۳۳ کورونه یې برسېرن او په بشپړ ډول ویجاړ کړي دي.
د ایران سرې میاشتې د دغو زلزلو د احتمالي زیانونو لپاره درې د ژغورنې ډلې ګومارلې دي.
د راپورونو له مخې، له سهاره په خوزستان کې درې زلزلې او اته وروستي ټکانونه احساس شوې دي.
دغه ټکانونه د اهواز، مسجدسلیمان، باوي، حمیدیه او شوشټر کې احساس شوي دي.
له بل پلوه پاکستانۍ رسنیو هم په پنجاب کې د یوې زلزلې خبر ورکړی.
د جیونیوز د خبر له مخې، د زلزلې یوه تېزه جټکه په خانيوال، چيچه وطني، بهلوال، چنيوټ او په حافظ اباد کې احساس شوې ده.
د دغې زلزلې چټکوالی د ریښتر په کچه ۵.۲ درجې او ژورتيا يې ۱۰ کلوميټره وه؛ په داسې حال کې چې د زلزلې مرکز د مهمند چک لويديځه سيمه وه.
د دغې زلزلې له امله د اوستي زیان په اړه لاتراوسه څه نه دي ویل شوي.