د بشارالاسد د مخالفو ځواکونو له پرمختګ وروسته په عراق کې یو بانفوذه شیعه عالم مقتدي صدر وویل، چې هغه به د سوریې په چارو کې لاسوهنه ونه کړي. هغه د عراق له حکومت او د دغه هېواد له وسله والو هم وغوښتل چې د سوريې په جګړه کې لاسوهنه ونه کړي.
مقتدي صدر چې شیعه دیني عالم او په عراق کې د صدر غورځنګ مشر دی وايي، چې هغه د سوریې وضعیت له نږدې څاري، خو د دغه هېواد په چارو کې د نه لاسوهنې دریځ خپلوي.
هغه دغه دریځ وروسته له هغه خپل کړ چې د التحریر الشام مشر له عراق څخه وغوښتل چې د سوریې په کړکېچ کې دې لاسوهنه نه کوي. د لبنان حزب الله چې ایران او بشارالاسد ته وفاداره ډله ده، ویلي چې د سوریې د حکومت څخه ملاتړ کوي.
د لبنان د حزب الله عمومی منشي نعیم قاسم په سوریې کې د بشارالاسد د مخالفانو د پرمختګ په غبرګون کې وویل: «د هغوی موخه د حکومت نسکورول، ګډوډي رامینځته کول او له ځواک څخه د اسراییل په ګټه کار اخیستل دي.»
دا څرګندونې په داسې حال کې ترسره کیږي، چې د بشارالاسد مخالفین د پرمختګ په حال کې دي. تحریر الشام د پنجشنبې په مازدیګر د حما ښار کنټرول ترلاسه کړ.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، چې د پنجشنبې په ماښام د سوریې د پوځ څه باندې ۲۰۰پوځي موټرې د حما له سویلي څنډو څخه حمص ته په شا شوي دي.
سرچينو ویلي، چې تحرير الشام د حما پر مرکزي زندان کنټرول خپل کړی او سیاسي بندیان یې خوشي کړي دي.