روسیه وايي، د اوکراین سره د خبرو اترو لپاره شرايط نه دي برابر

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۵

روسیې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه د خبرو اترو کوربه‌توب ته د لېوالتیا ښودلو له امله له قطر او نورو هېوادونو مننه کړې؛ خو ټینګار یې کړی چې شرایط لا هم ورته برابر نه دي.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف د ازویسټیا ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې وویل: «تر اوسه د خبرو اترو لپاره هیڅ شرایط برابر نه دي.»
هغه ویلي، ډېرو هېوادونو د دغو خبرو اترو د کوربه‌توب لپاره چمتووالی ښودلی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې قطر په بېلابېلو برخو کې یو فعال او ګټور منځګړی دی.
نوموړي دارنګه د بندیانو په تبادله کې هم د قطر له منځګړیتوبه مننه کړې وه.
تر دې وړاندې ولادیمیر پوتین ویلي و، چې کېیف او متحدین یې باید په اشغال شویو سیمو کې د روسیې واکمنۍ ته غاړه کېږدي.

نور خبرونه

رادیو