د اسراییل پوځ ادعا کړې، چې د حزب الله یو لوړ پوړی قوماندان سلمان جمعه یې وژلی دی

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۴

د اسراییل پوځ د حزب الله د یو لوړپوړي قوماندان سلمان جمعه د وژلو ادعا کړې ده.
د اسراییل پوځ په دمشق کې د سلمان جمعه د وژنې ادعا کړې، چې د سوريې په پوځ کې د حزب الله د ځانګړي استازي دنده یې په غاړه وه.

په خواله رسنیو کې هم د اسراییل په برید کې د سلمان جمعه له وژنې وروسته د یوه ویجاړ شوي موټر انځور هم خپور شوی دی.

حزب الله د سلمان جمعه وژل کېدل تایید کړي دي.
تر دې مخکې د اسراییل د دفاع وزیر د لبنان حکومت ته ګواښ کړی و او ویلي یې و، چې که اوربند ونه شي، اسراییل به د حزب الله او د لبنان د دولت تر منځ توپیر ونه کړي.
د اسراییل د دفاع وزیر زیاته کړه، چې د اوربند د هوکړې د بشپړ تطبیق لپاره به له پوره ځواک څخه کار واخلي او په دې برخه کې به هیڅ نرمښت ونه ښيي.
له بلې خوا د سوریې پوځ په ناکراره سیمو کې د ۲۰۰ جنګیالیو د وژلو ادعا کړې او امریکا هم د سوریې پر پوځي اهدافو بریدونه کړي دي.

نور خبرونه

رادیو