له ۱۹۶۲ کال راهیسي د لومړي ځل لپاره د فرانسې د لومړي وزیر میشل بارنیه حکومت په پارلمان کې د نه باور رایې ترلاسه کولو له امله سقوط وکړ.
له ځنډ پرته د رادیکال کیڼ اړخي حزب «نافرمانه فرانسه» د نه باور رایې وروسته د فرانسې د ولسمشر امانویل مکرون د استعفاء غوښتنه وکړه.
په داسې حال کې چې د بارنیه له حکومته شاوخوا درې میاشتې تېریږي، د فرانسې د پارلمان غړو د چهارشنبې په ورځ هغه ته د نه باور رایه ورکړه.
د فرانسې خبري اژانس لیکلي، چې د فرانسې د پارلمان دغه اقدام چې په تېرو شپږو لسیزو کې بې ساری دی، د اروپایي اتحادیې په یوه ستر هېواد کې سیاسي او اقتصادي بې ثباتي لاپسې زیاتوي.
د فرانسې حکومت ته د باور یا نه باور رایې ورکولو بحث شاو خوا درې نیم ساعته وخت ونیول او په پای کې ۳۳۱ استازو د حکومت د سقوط پرېکړه وکړه.
دا رقم د ٢٨٨ رايو د ضرورت څخه زيات وو.
د فرانسې د پارلمان مشر وویل، چې پر حکومت د نه باور له امله، لومړی وزیر باید خپله استعفا د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ته وسپاري.
مکرون تازه سعودي عربستان ته له رسمي سفر څخه راستون شوی او د اساسي قانون له مخې باید نوی لومړی وزیر وټاکي.
د اساسي قانون له مخې، مکرون به تر ۲۰۲۷ کال پورې په خپله دنده پاتې وي او د اساسي قانون له نظره، د فرانسې د لومړي وزیر پر حکومت د نه باور رایه د ولسمشر پر دریځ هېڅ اغېز نه لري.