روسیه او پاکستان په لنډ راتلونکي کې د مسکو او اسلاماباد ترمنځ د مستقیمو هوایي الوتنو د پیلولو پلان لري، چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا ده.پاکستان روسي شرکتونو ته د دغه هېواد په سمندري سواحلو کې پر تېلو د پانګونې وړاندیز کړی.
د روسیې د انرژۍ وزیر، سرګي څیویلیف، د روسیې او پاکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ د ګډ کمېسیون له غونډې وروسته تایید کړه چې دا الوتنې به "ډېر ژر پیل شي."
دواړې خواوې د هوایي ټرانسپورټ په برخه کې د همکاریو پر زیاتولو بحث کوي او غواړي د الوتنو شمېر ډېر کړي او د دې خدمتونو جغرافیا پراخه کړي.
د تاس اژانس د رپوټ له مخې، د روسیې د ټرانسپورټ مرستیال وزیر، سرګي زویریوف وویل: "موږ د خپلو پلازمینو ترمنځ د مستقیمو الوتنو په پرانېستلو او د دوی د ساحې په پراخولو خبرې وکړې."
د هوایي ټرانسپورټ ترڅنګ، د انرژۍ په برخه کې هم مهمې خبرې شوې دي.
د روسیې د انرژۍ مرستیال وزیر، رومان مارشاوفین، وویل چې پاکستان د روسیې شرکتونو ته وړاندیز کړی چې د دغه هېواد په سمندري سیمو کې د تیلو او ګازو په اکتشاف کې پانګونه وکړي.
مارشاوفین وویل: "پرون موږ له پاکستان نه په زړه پورې د پانګونې وړاندیزونه ترلاسه کړل." هغه زیاته کړه چې روسي شرکتونه دا وړاندیزونه څېړي او له خپلو شریکانو سره به خبرو ته دوام ورکړي.
دا ګام ښيي چې دواړه هېوادونه غواړي په سوداګرۍ او انرژۍ کې خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي، په داسې حال کې چې اسلام اباد او مسکو له اقتصادي ستونزو او بندیزونو سره لاس او ګریوان دي.