د ازادۍ جبهه: په بګرام کې مو ۵ تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۴

د افغانستان د ازادۍ جبهې د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ د یوه برید له امله د دوو طالبانو د وژل کېدو او د درېیو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ.

دغې جبهې د چهارشنبې په ماښام پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې دغه برید یې د یادې ولسوالۍ په «قلعه خواجه ها» سیمه کې د طالبانو پر یوه موټر وکړ، چې په پایله کې یې ۵ تنو ته مرګژوبله واوښته.

طالبانو او د سیمې اړوندو مسوولانو بیا د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ازادۍ جبهې تېره ورځ (د لېندۍ ۱۳مه) هم ادعا کړې وه، چې د سې شنبه په ماښام یې په کابل کې د طالبانو د امر بالمعروف او استخباراتو برخې د موټرو کاروان په نښه کړ، چې پایله کې یې د طالبانو ۵تنه غړي وژلي او دوه تنه نور یې ټپيان کړي دي.

د یادولو ده، چې لانګ وار ژورنال مجلې د روانې میاشتې د لېندۍ په دویمه په خپلې یوې مقاله کې لیکلي، چې د ازادۍ جبهې سږ کال په ۷۸ عملیاتو کې د څلورو قوماندانانو په ګډون د طالبانو ۲۳۹غړي وژلي او ۱۴۷ نور یې ټپیان کړي دي.

په دغه راپور کې راغلي، چې د افغانستان د ازادۍ جبهې په لسو ولایتونو کې خپل عملیات پراخ کړي او د طالبانو پر وړاندې د لا وژونکو بریدونو په لټه کې ده.

افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه نه شي کولی، چې د مقاومت جبهې ادعا تایید یا رد کړي؛ خو په وروستیو کې په افغانستان کې پر طالب وسله والو برېدونو کې زیاتوالی راغلی او د یادو بریدونو مسوولیت د ازادۍ او مقاومت جبهې پر غاړه اخلي.

نور خبرونه

رادیو