د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پینټاګون مشري لپاره د پیټ هګسیټ د ټاکلو پر ځای د فلوریډا والي رون ډيسانټیس پر ټاکلو غور کوي.
وال سټریټ ژورنال د خپلو سرچینو له خولې وايي، هګسیټ، چې یو پخوانی خبریال دی د شخصي او مسلکي تورونو له امله تر سختو نیوکو لاندې راغلی او د جمهوري غوښتونکو په مشرۍ سنا کې یې د تایید ترلاسه کولو شونتیاوې کمې شوې دي. د ټرمپ سلاکارانو ویلي چې د نوموړي د تایید احتمال په کمېدو دی.

رون ډيسانټیس، چې د فلوریډا والي او د سمندري ځواکونو د قاضيانو د مدافع وکیل په توګه یې خدمت کړی، په پیل کې د دفاع وزارت د نوماندانو په نوملړ کې و، خو ټرمپ په لومړیو کې هګسیټ غوره کړ. ډيسانټیس د جمهوري غوښتونکو په پیلیزو ټاکنو کې ټرمپ ته ماته ورکړه، خو په ګوند کې لا هم د پام وړ دریځ لري.
د ټرمپ د لیږد ټیم او د ډيسانټیس دفتر په دې اړه له نظر ورکولو ډډه کړې ده.
ډيسانټیس د جمهوري غوښتونکو په پیلیزو ټاکنو کې ټرمپ ته ماته ورکړه، خو په ګوند کې لا هم د پام وړ دریځ لري.
د ټرمپ د لیږد ټیم او د ډيسانټیس دفتر په دې اړه له نظر ورکولو ډډه کړې ده.
دا د ټرمپ د لیږد ټیم لپاره بله ننګونه ده، ځکه مخکې هم دوه لوړ پوړي نوماندان له ټاکلو پر شا شوي دي.
د سې شنبې په ورځ چاد کرونسټر د نشهيي توکو د تنفیذ ادارې لپاره له نوماندۍ لاس واخست او څو اونۍ مخکې د کانګرس پخواني غړي میټ ګیټز د تورونو له امله د لویې څارنوالۍ له نوماندۍ ځان څنډې ته کړ.
وال سټریټ ژورنال وايي، چې که د هګسیټ نوماندي ونه شي او ډي سانټیس هم ونه ټاکل شي، ټرمپ ښايي یو بل نوماند غوره کړي.