یونهاپ دولتي خبري اژانس وویل، چې د سویلي کوریا کابینې د پوځي حکومت د لغوه کولو موافقه کړې ده.
د سویلي کوریا ولسمشر یون سوک یول اعلان وکړ، چې پوځي حکومت ته د پارلمان له خوا د لغوې رایې ورکولو وروسته به پوځي حکومت لغوه کړي.
یون وویل، چې د پوځي حکومت ځواکونه شاته شوي دي.
هغه زیاته کړه، چې د سویلي کوریا د کابینې غونډه به ډېر ژره جوړه شي.
د سویلي کوریا د قانون له مخې، که پارلمان د رایو په اکثریت د پوځي حکومت د لغوه کولو غوښتنه وکړي، ولسمشر باید سمدستي هغه لغوه کړي.
د پارلمان له مخالفت سربېره واکمن ګوند هم د پوځي حکومت مخالفت کړی و.
د سویلي کوریا د واکمن ګوند مشر د هېواد له ولسمشر څخه وغوښتل، چې د پوځي حکومت په اړه خپل د غم پارونکې پرېکړې په اړه وضاحت ورکړي او د هېواد د دفاع وزیر دې هم ګوښه کړي.
د خلکو د ځواک ګوند مشر هان دونګ هون په ځايي وخت د چهارشنبې په سهار وويل: "د واکمن ګوند په توګه، موږ د خلکو لپاره ژور خواشیني یوو."
د خلکو د ځواک ګوند سمدستي د ولسمشر له خوا د پوځي حکومت له اعلان سره مخالفت وکړ او هغه یې د اساسي قانون خلاف وباله.