د سویلي کوریا په اړه د ملګرو ملتونو سازمان، روسیې او سپینې ماڼۍ څرګندونې

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۳

د ملګرو ملتونو سازمان، روسیې او سپینۍ ماڼۍ په سویلي کوریا کې د روان وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې وضعیت له نږدې څاري.

د ملګرو ملتونو سازمان

د ملګرو ملتونو ویاند اعلان وکړ، چې دغه سازمان د سویلي کوریا وضعیت له نږدې څاري او په اړه یې اندېښنه لري.

سټفان دوجاریک د سې شنبه په ورځ وویل: «موږ د وضعیت په اړه اندېښنه لرو او له نږدې یې څارو.»

هغه ټینګار وکړ، نه شي کولی د دغه وضعیت په اړه چې ډېر په چټکۍ سره روان دی نظر څرګند کړي.

سره له دې چې د پوځي حکومت د فرمان د لغوه کولو لپاره د سویلي کوریا پارلمان له رایه ورکولو څخه یو ساعت تېریږي، خو د پارلمان استازي لا هم د ولسمشر ځواب ته په تمه دي.

روسیه

د روسیې د ولسمشرۍ دفتر اعلان وکړ، چې د سویلي کوریا وضعیت "اندېښمنونکی" دی.

کرملین زیاته کړه، چې مسکو د سویلي کوریا وضعیت له نږدې څاري.

سپینه ماڼۍ

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند وویل، چې متحده ایالات په سویلي کوریا کې د پوځي حکومت له اعلان څخه مخکې خبر نه و.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا یوه ویاند د سې شنبه په ورځ وویل، چې واشنګټن په سویلي کوریا کې د پرمختګونو په اړه جدي اندېښنه لري او د جو بایډن اداره د سویلي کوریا له حکومت سره په تماس کې ده او وضعیت له نږدې څاري.

سویلي کوریا د امریکا یو له متحدینو څخه ده او امریکا په سویلي کوریا کې پوځي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

د سویلي کوریا ولسمشر یون سیوک یول د سې شنبه په ورځ د بېړني پوځي حکومت د اعلان پرمهال وویل، چې دا ګام له "کمونیستي ځواکونو" څخه د هېواد د ساتنې لپاره اړین دی.

د سویلي کوریا د پوځ جنرال پارک ان سو د پوځي حکومت د مشر په توګه ټاکل شوی دی.

دا څلورم ځل دی، چې په سویلي کوریا کې پوځي حکومت یا مارشل لا نافذېږي.

وروستی ځل شاوخوا ۴۴ کاله وړاندې په ۱۹۸۰ کال کې پوځي حکومت و، چې په پایله کې یې سلګونه زده کوونکي ووژل شول.

نور خبرونه

رادیو