پر لبنان د اسراییل په بریدونو کې ۱۱ تنه لبنانیان وژل شوي دي

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۳

اسراییل په لبنان کې په جلا، جلا بریدونو کې یوولس تنه لبنانیان وژلي دي.
په داسې حال کې چې تېره اونۍ د اسراییل او حزب الله ترمنځ د اوربند هوکړه وشوه؛ خو بیاهم پر لبنان د اسراییل بریدونه دوام لري.

د اوربند له تړونه د دوشنبې په ورځ له هغه وروسته سرغړونه وشوه، چې د اسراییل په هوايي بریدونو کې دوه تنه لبنانیان ووژل شول او حزب الله یې په غچ کې د اسراییل پر پوځي پوستې برید وکړ.
له هغه وروسته په ځوابي بریدونو کې اسراییل بیا یو لړ هوایي بریدونو ترسره کړل.
د لبنان د روغتیا وزارت په وینا، د اسراییل په دغه بریدونو کې لږ تر لږه نهه کسان ووژل شول.
حزب الله د دوشنبې په ورځ وویل، چې دوی د اوربند "پرله پسې سرغړونو" ته په "لومړني دفاعي ځواب" کې د اسراییل پوځي اډې په نښه کړې.
د لبنان د روغتیا وزارت ویلي، چې دغو بریدونو پنځه تنه په حارث او څلور تنه د لبنان په سوېل طلوصه کې وژلي دي.
پر لبنان د اسراییل په بریدونو کې تر دې دمه ۴ زره کسان وژل شوي دي.
د لبنان د روغتیا وزارت ویلي، په ګاونډ مرجعون کې د اسراییل بمباریو یو بل کس هم وژلی دی.
د دغه هېواد په شمال ختیځ کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې یو لبنانی سرتېری هم ټپي شوی دی.

نور خبرونه

رادیو