د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ حماس ته خبرداری ورکړ، چې امریکایي او اسراییلي یرغمل شوي کسان د ۲۰۲۵ کال د جنوري تر ۲۰مې پورې خوشې کړي.
ټرمپ د یوه پیغام په ترڅ کې ګواښ وکړ، چې که یرغمل شوي کسان تر ټاکلې نېټې پورې خوشې نه شي: «قیامت به وشي.»
نوموړي د دوشنبې په ورځ په خپلې ټولنیزې پاڼې ټروث سوشال کې لیکلي: «ټول په منځني ختیځ کې د هغو یرغمل شویو کسانو په اړه خبرې کوي، چې په تاوتریخجن او غیر انساني توګه چې د نړۍ د ارادې برخلاف دی ساتل کېږي او دوی یوازې خبرې کوي، هېڅ پرې اقدام نه کوي.»
ټرمپ زیاته کړه: «که یرغمل شوي کسان د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر ۲۰مې خوشې نه شي په منځني ختیځ کې به واقعي دوزخ جوړ شي او هغه کسان چې د بشریت ضد جنایتونه کوي سخت تاوان به ورکړي.»
د امریکا یاد منتخب ولسمشر خبرداری ورکړ: «یرغمل کوونکي به داسې ضربه وخوري، چې د متحده ایالاتو په تاریخ کې به بې ساری وي.»
دا په داسې حال کې ده، چې ډونالډ ټرمپ د جنوري په ۲۰مه د لوړې مراسم ترسره کوي او په رسمي توګه د امریکا د اوه څلویښتم ولسمشر په توګه خپله دنده پیلوي.
حماس د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر پر ۷مه په اسراییل له پراخ برید وروسته د امریکا، اسراییل او یو شمېر نورو هېوادونو ۲۵۱ وګړي یرغمل کړل، چې ویل کېږي یو شمېر یې په تېر یوه کال کې وژل شوي هم دي.
حماس د شنبې په ورځ د لېندۍ لسمه یوه ویډيو خپره کړه، چې په کې ۲۰ کلن امریکایي الاصله اسراییلي عیدان الکساندر د متحده ایالاتو او اسراییلي چارواکو غواړي، څو له حماس سره د هوکړې په رسېدو سره د هغه د خوشې کېدو لپاره اقدام وکړي.
واشنګټن د دې ویډیو د خپرېدو په غبرګون وویل: «دا د حماس د بې رحمانه ترهګریزو جنایتونو ښکارندویي کوي.»
د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو په برخه کې د قطر، متحده ایالاتو او د مصر د منځګړیتوب هڅې هم تر اوسه پورې بې پایلې وې.
حماس وايي، چې یرغمل شوي کسان به یوازې د دایمي اوربند او له غزې څخه د اسراییلي ځواکونو له وتلو وروسته د فلسطیني بنديانو په بدل کې ازاد کړي.
'په افغانستان کې یرغمل شوي کسان'
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې د بایډن پر حکومت نیوکه کړې وه، چې له افغانستان څخه تر وتلو وروسته یې ډېر شمېر امریکایي وګړي په دې هېواد کې پرېښي دي.
هغه د دغو کسانو په اړه وویل: «ډېری امریکایان اوس هم په افغانستان کې ژوند کوي. په ډېر احتمال سره باید دا کسان یرغمل شوي په پام کې ونیسو.»
طالبانو یو شمېر امریکایي وګړي نیولي دي او د هغوی د خوشې کېدو په برخه کې د بایډن هڅې بې پایلې وې.
تمه کېږي، چې ټرمپ به د لوړې له مراسمو وروسته د هغوی د خوشې کېدو په برخه کې جدي چلند وکړي.