په حلب کې د ولسمشر بشارالاسد کور د یو شمېر وسله‌والو له‌خوا نیول شوی دی

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۳

د سوریې په حلب ښار کې د سوریې د پوځ او د حزب تحریر الشام ډلې وسله‌والو ترمنځ نښتې روانې دي، چې د روسیې او سوریې هوايي ځواکونو د بشارالاسد د مخالفو وسله‌والو د شړلو لپاره هوايي بریدونه هم پیل کړي دي.

مخالفو وسله‌والو په حلب کې د ولسمشر بشارالاسد کور نیولی دی.
د وسله‌والو مخالفینو او سوري پوځ په نښتو کې شپږ ولسي وګړي هم وژل شوي دي.
له بل پلوه د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې دواړو خواوو ته د پخلاینې وړاندیز وکړ.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره په ګډه خبري غونډه کې د سوریې په کړکېچ کې د بهرنۍ لاس وهنې اټکل رد کړ.
هغه وویل، چې د اپوزیسیون او د بشارالاسد د حکومت تر منځ د خبرو اترو د نشتوالي له امله معاملې دې کچې ته رسېدلې دي، چې د اپوزیسیون له مشروع غوښتنو سترګې پټول په خپله یوه تېروتنه وه.
په همدې حال کې امریکا، بریتانیا، فرانسې او جرمني هم په سوریه کې د روان کړکېچ د ختمولو غوښتنه کړې ده.
په سوریه کې د وسله‌والو مخالفینو او د سوریې د ځواکونو ترمنځ د وروستۍ جګړې په اړه نن د امنیت شورا بېړنۍ غونډه هم بلل شوې ده.

نور خبرونه

رادیو