د سویلي کوریا پوځ اعلان کړی، چې تر هغه به پوځي قانون اجرا کړي تر کومې چې د ولسمشر له خوا لغو شوی نه وي.
تر دې وړاندې د سویلي کوریا پارلمان د ولسمشر له خوا د پوځي حکومت له اعلان سره مخالفت کړی و.
د پوځي چارو شنونکي له سي اېن اېن سره په مرکه کې د سویلي کوریا وضعیت "خطرناکه شېبه" بللې.
هغه خبرداری ورکړ، چې په دغه هېواد کې بې ثباتي کولی شي د امریکا پر اقتصادي او جیوپولیټکل وضعیت اغېزې ولري.
د سویلي کوریا ولسمشر په دغه هېواد کې پوځي حکومت اعلان کړ او د حکومت مشر یې د پوځ یو جنرال وټاکه.
د سویلي کوریا ولسمشر یون سیوک یول د سې شنبه په ورځ د بېړني پوځي حکومت د اعلان پرمهال وویل، چې دا ګام له "کمونیستي ځواکونو" څخه د هېواد د ساتنې لپاره اړین دی.
د سویلي کوریا د پوځ جنرال پارک ان سو د پوځي حکومت د مشر په توګه ټاکل شوی دی.