برېتانیا او امریکا د سویلي کوریا د وضعیت په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړه

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۳

متحده ایالاتو د سې شنبه په ورځ (د لېندۍ ۱۳مه) وویل، چې د سویلي کوریا د وضعیت په اړه "ډېر اندېښمن" دي.

برېتانیا هم وایي، چې په سویلي کوریا کې پرمختګونه له نږدي څاري.

د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کورت اېم کمپل وویل: «موږ د سویلي کوریا جمهوریت کې وروستي پرمختګونه په خورا اندېښنو سره څارو. موږ هیله او تمه لرو چې سیاسي شخړې به په سوله ییزه توګه او د قانون حاکمیت ته په درناوي حل شي.»

د برېتانیا د لومړي وزیر کیر سټارمر ویاند وویل: «څرګنده ده چې دا حالت په سرعت سره بدلېدونکی دی. موږ په سویلي کوریا کې پرمختګونه له نږدې څارو.»

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت هم د دغه هېواد له اتباعو غوښتي، چې «د سیمه ییزو چارواکو سپارښتنې تعقیب کړي او له سیاسي اعتراضونو دې ډډه وکړي».

بل خوا، وروسته له هغه چې د سویلي کوریا د پارلمان استازو د ولسمشر د پوځي حکومت د فرمان د لغو کېدو امر وکړ په لسګونو پوځیانو چې د پارلمان مرکزي ودانۍ ته ننوتلي وو، ​​شاتګ وکړ .

د سویلي کوریا ولسمشر په دغه هېواد کې پوځي حکومت اعلان کړ او د حکومت مشر یې د پوځ یو جنرال وټاکه.

د سویلي کوریا ولسمشر یون سیوک یول د سې شنبه په ورځ د بېړني پوځي حکومت د اعلان پرمهال وویل، چې دا ګام له "کمونیستي ځواکونو" څخه د هېواد د ساتنې لپاره اړین دی.

د سویلي کوریا د پوځ جنرال پارک ان سو د پوځي حکومت د مشر په توګه ټاکل شوی.

دا څلورم ځل دی، چې په سویلي کوریا کې پوځي حکومت یا مارشل نافذیږي.

وروستی ځل شاوخوا ۴۴ کاله وړاندې په ۱۹۸۰ کال کې پوځي حکومت و، چې په پایله کې یې سلګونه زده کوونکي ووژل شول.

نور خبرونه

رادیو