د امریکا د حکومت ځانکړي استازي ایموس هاکسټاین د اسراییل او حزب الله تر منځ د ترینګلتیا د سمدستي کمولو پر اړتیا ټینګا کړی او ويلي یې دي، چې واشنګټن غواړي د یوې پراخې جګړې مخه ونیسي.
هاکسټاین د سې شبنې په ورځ (د غبرګولي په ۲۹مه) بېروت ته د سفر پر مهال د لبنان د پارلمان له مشر نبیه بېري سره په کتنه کې وویل: « د اسراییل او حزب الله تر منځ جګړه په کافي اندازه اوږده شوه او په بېړني ډول له ډېپلوماټیکو لارو د دې شخړې حل د ټولو په ګټه دی.»
د امریکا د ولسمشر جوبایډن استازي له ښاغلي بیري سره په لیدنه کې د لبنان او اسراییل د پولې په اوږدو کې وضیعت جدي وباله او ویې ویل، چې امریکا غواړي د یوې پراخې جګړې مخه ونیسي.
په دې ورستیو ورځو کې داسې راپورونه خپاره شول، چې د اسراییل او حزب الله تر منځ د کړکېچ د زیاتېدو په صورت کې د امریکا د ښکیلتیا احتمال هم شته.
هاکسټاین وايي، چې له همدې امله د بایډن نوموړی لبنان ته لیږلی دی.
دغه امریکایي چارواکی د اسراییل تر لنډ سفر وروسته په یو ورځني سفر لبنان ته تللی.
په تېره یوه اونۍ کې د اسراییل او د لبنان د حزب الله تر منځ چې د ایران ملاتړ وروسره دی، ټرینګلتیا زیاته شوې ده.
تېره یکشنبې د اسراییل د پوځ ویاند، ډانیل هاګري د خپل هېواد د مبارزې په دوام ټینګار وکړ او خبرداری یې ورکړ، چې حزب الله د خپلو سرحدي بریدونو په زیاتولو سره اسراییلو ته زیان رسوي.
نوموړی وايي؛ په سرحدي سیمو کې د تاوتریخوالي پراخېدل کیدای شي د لبنان او ټولې سیمې لپاره ستونزې او ویجاړونکي پایلې ولري.
د اسراییلو د پوځ ویاند ویلي، چې حزب الله د لبنان راتلونکی ګواښي او دغه هېواد د حماس لپاره د ډال په توګه کاروي.
د حزب الله ډلې د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۴مه په تېرو اتو میاشتو کې د اسراییل پر ضد خپل تر ټولو پراخ بریدونه وکړل او د اسراییلي پوځ پر نهو قرارګاوو یې بریدونه وکړل.
دا بریدونه د اسراییل له غبرګون سره مخ شول، او د اسراییل پوځ د لبنان په سویل کې د حزب الله پر اډو ځوابي بریدونه تر سره کړل.
سي بي اېس امریکايي رسنۍ د شنبې په ورځ راپور ورکړ او ویلي دي، چې د اسراییل او حزب الله تر منځ توغندیز بریدونه به ښايي امریکا په جګړه کې را ښکیل کړي.