کرملین ماڼۍ اعلان کړی، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د دې اونۍ د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو شمالي کوریا ته سفر وکړي او له کیم جونګ اون سره به وویني.
روسیې ویلي، چې ښاغلی پوتین به له هغه وروسته ویتنام ته هم سفر وکړي.
د کرملین ماڼۍ د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي۲۸مه) اعلان وکړ، چې ښاغلی پوتین به د کیم جونګ اون په بلنه شمالي کوریا ته سفر وکړي.
تر دې مخکې ښاغلي پوتین په ۲۰۰۰م کال کې دغه هېواد ته سفر کړی و.
کرملین دا هم ویلي دي، چې پوتین به شمالي کوریا ته له سفر وروسته د پنجشنبې په ورځ ویتنام ته ولاړ شي.
د روسیې د ولسمشر دغه سفر تېر کال روسیې ته د شمالي کوریا د مشر له سفر وروسته کېږي.
د تېر کال په سپټمبر میاشت کې کیم جونګ اون په خپل ځانګړي اورګاډي کې ختیځې روسیې ته سفر وکړ او له پوتین سره یې وکتل.
مسکو او پیونګ یانګ تل دوستانه اړیکې لرلې؛ خو پر اوکراین د روسیې له برید وروسته دغه دوه د لوېدیځ بلاک مخالف هېوادونه یو بل ته نږدې شوي دي.
امریکا او جنوبي کوریا وايي، چې شمالي کوریا د اوکراین په جګړه کې مسکو ته د بالستیک توغندیو په ګډون پوځي تجهیزات ورکړي؛ خو شمالي کوریا دا خبره ردوي.
پیونګ یانګ ته د پوتین سفر د دغو دوو اټومي قدرتونو ترمنځ د پوځي همکاریو د زیاتوالي په اړه واشنګټن سخت اندېښمن کړي دي.
تر دې وړاندي تېره اونۍ د روسیې ویډوموستي ورځپاڼې هم ویلي و، چې ټاکل شوې د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین به په راتلونکو اونیو کې شمالي کوریا او ویتنام ته سفر وکړي.
په شمالي کوریا کې د روسیې سفیر الکساندر ماتسیګورا هم تایید کړې وه، چې پیونګ یانګ ته د پوتین سفر په "فعال ډول پلان شوی" دی.