د فرانسې پخواني ولسمشر نیکولاس سرکوزي د دغه هېواد د پارلمان منحل کول یو "لوی خطر" بللی او ویلي یې دي، چې د ایمانویل مکرون پرېکړه کولی شي فرانسه له ګډوډۍ سره مخ کړي.
سرکوزي وویل، چې دا به ورته عجیبه ښکاري چې دی بیا ځلي رای ورکوي سره له دې چې دمخه یې خپله اراده څرګنده کړې ده.
نیکولاس سرکوزي له ۲۰۰۷ تر ۲۰۱۲ پورې د فرانسې د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې او ویل کېږي چې له ایمانویل مکرون سره یې ښې اړیکې لرلې.
سرکوزي د اروپا د پارلمان د ټاکنو ټولپوښتنو ته په اشارې سره وویل، چې د مکرون منځلاري ګوند دریم ځای خپل کړی او له وخت مخکې ټاکنې به د واک د ترلاسه کولو لپاره د ښي اړخو ګوندونو بریا ته زمینه برابره کړي.
تر دې مخکې د جنورۍ په ۲۰مه د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د دغه هېواد د ښي اړخو ګوندونو پر وړاندې د خپل ګوند له ماتې وروسته پارلمان منحل او له وخت مخکې ټاکنې اعلان کړې.
کارپوهانو د ولسمشر مکرون دغه اقدام په فرانسه کې یوه سیاسي زلزله بللې او ویلي یې دي، چې له دې اقدام سره به د دغه هېواد ښي اړخو ګوندونو ته له کلونو وروسته د بریا فرصت په لاس ورشي.
په ورته وخت کې د انفوپي ورځپاڼې سروې ښيي چې د ښي اړخي ګوند «ملي اجماع» به ۳۵٪، د کیڼ اړخو ګوندونو ائتلاف به ۲۶٪ او د مکرون «رنسانس» ګوند به ۱۹٪ رایې ترلاسه کړي.