تمه کیده چې د هند له عمومي ټاکنو څخه یوازې درې میاشتې مخکې د هندوانو د لوی معبد پرانستل، د شهرت خوښوونکي لومړي وزیر نریندرا مودي لپاره لوی ویاړ په نصیب کړي او د هغه ګوند به هندوانو ته د لومړیتوب ورکولو اجنډا له امله سترې بریا ته ورسوي، خو داسې ونشول.
پرځای یې، د مودي هندو ملتپال بهارتیا جنتا ګوند -بي جي پي ـ په ایودیا ښار کې، چیرې چې دغه نوی لوی مندر جوړ شوی، څوکۍ له لاسه ورکړې. د اتراپردیش په ایالت کې، چې په دودیزه توګه د دغه ګوند مرکز بلل کیږي او د نورو ایالاتونو په پرتله پارلمان ته ډیر کسان لیږي، په دې ټاکنو کې له دغه ایالت څخه په پارلمان کې د څوکیو شمیر نږدې نیم شوی دی.
که څه هم د مودي بی جي پي ګوند او متحدینو یې وشو کولای چې ایتلافي حکومت رامینځته کړي ترڅو مودي د دریمې دورې لپاره د لومړي وزیر په توګه په واک کې وساتي، خو دغه بریا له هغه څه خورا کوچنی وه چې نظرپوښتونکو یې وړاندوینه کړې وه او د هند په سیاست کې یې حیرانتیا رامنځ ته کړې ده.
په ایودیا ښار او د اترپردیش په ټولو برخو کې د رای ورکونکو پیغام دا و چې د بی جي پي هندو پلوه اجنډا کافي نه ده. د اقتصادي ودې او د وړیا خواړو پروګرامونو نور کمپاینونه هم د بیکارۍ، د ژوند د لوړ لګښت او د ښاري او کلیوالي اقتصادونو ترمنځ پراخ واټن تر سیوري لاندې پاتې شو.
۵۵ کلن هندو کروندګر نانکان یادو رویټرز خبري اژانس ته وویل: "هرڅوک د رام سره مینه لري، مګر د کار او عاید پرته، څوک څه کولی شي؟" یادو وویل، چې هغه په تیرو دوه ټاکنو کې بي جي پي ته د رایې ورکولو وروسته اوس د اپوزیسیون سماج وادي ګوند ته مخه کړې ده.
هغه وويل، چې د خپلې پنځه کسيزې کورنۍ يوازينی ګټونکی دی، او درې بچیان يې يا زده کړې کوي او يا بې کاره دي.
نوموړي وويل: "انفلاسيون او بېکاري هغه مسايل دي چې خلکو د راي ورکولو پرمهال نظر کې نیولي دي. موږ راي ورکړې چې بېکارۍ ته بیرته پام راوګرځوو."
څلورویشت کلن محمد شاهد چې د بریښنایی ریکشا په چلولو سره خپل مور او پلار، میرمنې او دوه کوچنیو ماشومانو ته ډوډی ګټي، وویل، چې هغه هم د سماج وادي ګوند ته رایه ورکړه ځکه چې هغه د بریښنا د لوړو بیلونو او د ریشکا میاشتنۍ قسط لپاره پیسې په سختۍ سره برابروي.
هغه وویل: "د هر څه نرخونه ورځ تر بلې لوړیږي."
واکمن بي جي پي ګوند، په پارلمان کې د کلیوالو سیمو څخه د څوکیو دریمه برخه له لاسه ورکړه. د شنونکو په وینا، کلیوالي سیمې د دندو د نشتوالي او انفلاسیون له امله د مودي له ګوند څخه ناخوښي دي.