فرانسه اوکراين ته نوې جنګي الوتکې ور کوي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۸

د فرانسې ولسمشر پرون وویل، چې د پوځي همکارۍ د نوي تړون پر بنسټ به اوکراین ته مېراژـ۲۰۰ جنګي الوتکې واستوي.

د دغه تړون له مخې به فرانسه د روزنیزو کورسونو لپاره اوکرایني پیلوټان ​​او د اورګاډي چلوونکي روزي.

ایمانویل مکرون وویل چې په فرانسه کې به ۴۵۰۰ اوکرایني سرتیري هم روزل او د خپل هیواد د دفاع لپاره به سمبال شي.

د فرانسې ولسمشر دا ونه ویل چې اوکراین ته به څومره جنګي الوتکې ورکړي، خو دا یې ومنله چې د اوکرایین پیلوټانو لپاره د روزنې کورسونه به له پنځو تر شپږو میاشتو پورې دوام وکړي، چې د دوبي په پای کې پیلیږي.

دغه ژمنې فرانسې ته د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په سفر کې شوې دي.

له بلې خوا مکرون ویلي، د اوکراین ولسمشر او د دفاع وزیر خپلو ټولو لویدیځو متحدینو ته په یوه رسمي لیک کې د اوکراین په خاوره کې د دغه هېواد د ځواکونو د سملاسي روزنې غوښتنه کړې ده.

په همدې حال کې، داسې ګنګوسې وې چې په فرانسه کې له ولادیمیر زیلینسکي سره له لیدنې وروسته به ایمانویل مکرون ډیر ژر اوکراین ته د فرانسوي روزونکو لیږل اعلان کړي، خو تر اوسه یې په دې اړه څه نه دي ویلي.

له بلې خوا ولسمشر مکرون ټینګار وکړ، چې له اوکراین سره د همکارۍ په اړه د فرانسې پرېکړې د دغه هېواد له متحدینو سره په مشوره شوې دي.

په دې وروستیو ورځو کې یوشمېر لویدیځو هېوادونو اوکراین ته اجازه ورکړې، چې په خپلو مرستندویه وسلو سره د روسیې په خاوره کې پر هدفونو بریدونه وکړي.

له دې پرېکړې وروسته ولادیمیر پوتین لوېدیځو هېوادونو ته خبرداری ورکړ او ویې ویل چې دا کار له "اور سره لوبې" دی.

نور خبرونه

رادیو