د ایران د پارلمان مشر: د بهرنیو وګړو موضوع له پامه غورځول امنیتي پایلې لري

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۷

د ایران پارلمان مشر او د دغه هیواد د ولسمشرۍ ټاکنو ته احتمالي نوماند وویل چې هغه د «ناقانونه بهرنیانو د څو اړخیزو ستونزو» د هواری په لټه کې دی.
محمد باقر قالیباف خبرداری ورکړ چې دغو ستونزو ته نه پاملرنه به «امنیتي، اقتصادي او ټولنیزې پایلې» ولري.

د چهارشنبې په ورځ ښاغلي قالیباف په خپله ایکس پاڼه لیکلي: «موږ له دې موضوع پوره خبر یو او په راتلونکي حکومت کې به د خلکو اندېښنې حل کړو.»
هغه زیاته کړه: «په دې برخه کې بې کفایتي امنیتي، اقتصادي او ټولنیزې ستونزې زیاتوي.»
د ایران حکومت چارواکي ډیری مهال په ایران کې افغان کډوال د «ناقانونه» بهرنیانو په توګه یادوي. په وروستیو میاشتو کې په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د ایراني حکومت د ځینو چارواکو دریځ سخت شوی دی.
د غبرګولي میاشتې په پنځمه د تهران مرستیال او د ری ښار والي مهدي باب الحوایجي په یوه رسمي غونډه کې وویل چې «له ناقانونه وګړو سره مبارزه، لکه د جګړې په ډګر کې داسې ده.»
دغه چارواکي خپلو همکارانو ته وویل: «تاسو باید ډګر ته راشئ، دا کار جهادي کار دی.»

د تهران د والي مرستیال په ایران کې د افغان کډوالو شتون ته په اشارې سره وویل: «زموږ د کورونه شاوخوا ته اخلاقي، ټولنیز او اقتصادي ماینونه اېښودل شوي.»
هغه ایراني کارګمارونکو ته خبرداری ورکړ چې که دوی «ناقانونه وګړو» ته دندې ورکړې نو محاکمه او مجازات به شي.

نور خبرونه

رادیو