د امریکا ولسمشر وايي، د اسراییل لومړی وزیر ښايي د سیاسي دلایلو له مخې په غزه کې جګړه ونه ودروي.
جوبایډن د اسراییل مشرانو ته خبرداری ورکړی چې د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته دې د امریکا تېروتنه ونه کړي چې په افغانستان او عراق کې په اوږدو جګړو کې ښکېله شوه.
د سه شنبې په ورځ د ټایمز مجلې سره په مرکه کې، بایډن وویل چې اسراییل د امریکا په څېر ورته تېروتنه کوي.
د اسراییل د حکومت ویاند ډیویډ مانسر د بایډن څرګندونو ته غبرګون وښود او ویې ویل چې د نتنیاهو په اړه د متحده ایالاتو د ولسمشر څرګندونې «د هر سم فکر لرونکي هیواد له ډیپلوماتیکو معیارونو بهر دي.»
بایډن په مرکه کې وویل چې دی د هغو تورونو په اړه ډاډه نه دی چې اسراییل د غزې په جګړه کې جنګي جنایتونه کړي دي.
تېره میاشت، په هاګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې څارنوالانو د نتنیاهو او د هغه د دفاع وزیر او همدارنګه د حماس د دریو مشرانو لپاره د جنګي جرمونو په تور د نیولو امر وکړ.
په غزه کې د حماس له خوا د اکټوبر د اوومې نېټې د برید په غبرګون کې چې له امله یې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او تر ۲۵۰ ډېر یرغمل شول، اسراییل په غزه کې د حماس د ځپلو لپاره پراخ ځمکني او هوايي بریدونه پیل کړل.
د غزې د روغتیا وزارت د راپور له مخې، په دې عملیاتو کې له ۳۶ زرو زیات فلسطینیان وژل شوي دي.
د امریکا ولسمشر هڅه کوي چې په غزه کې د اته میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه لاره ومومي.